د ا.ا.ا له لوري د ځمکني معیاري ترانسپورټ په پار جوړې شوې طرحې ته ځغلنده کتنه

لیکوال: امان الله حنفي

افغانستان چې له جغرافیوي پلوه په وچه کې پروت هېواد او د اوبو ترانزیټي لارو ته مستقیم لاسرسی نه لري، نو هماغه دي چې د مالونو او مسافرو د لېږد رالېږد پر مهال ډېری وخت له ځمکني ترانسپورټ څخه کار اخلي. د افغانستان ستراتیژیک موقعیت کولای شي دغه هېواد د سیمې د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي، نو له دې کبله ضرور ده چې د هېواد ځمکنی ترانسپورټ د توکو او مسافرینو د لېږد رالېږد لپاره یو له خورا مهمو او اصلي انتخابونو څخه وشمېرل شي. د ځمکني ترانسپورټ سکتور د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې ځانګړی اهمیت لري، چې باید د هغه زیربناوو ته جدي پاملرنه وشي. اسلامي امارت د ځمکني معیاري ترانسپورټ د رامنځته کولو لپاره هڅې پيل کړې دي. په همدې تړاو د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر اساس (د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون) جوړ شو. یاد کمېسیون د افغانستان د ځمکني ترانسپورټي سیستم په هر اړخیز ډول څېړنې سره د موجوده ستونزو د حل او مسافرو او باروړونکو موټرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه جامع طرحه جوړه کړې ده. د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي چارو کمېسیون په افغانستان کې د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو او ترانسپورټي ستونزو د حل لپاره په لسو مادو کې د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون له لوري وړاندې شوې طرحه، د لسمې مادې (په سرحدي بندرونو کې د بار وړونکو موټرو د نوبت د بهیر تنظیم) په استثنا چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول د تطبیق وړ ده، تائید کړې ده.  پر دغه طرحه د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، مالیې وزارت او صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي کمېټو څو میاشتې پرله‌پسې کار کړی، چې اقتصادي کمېسیون تر ارزونې وروسته یوازې د یوې مادې په استثنا د تطبیق وړ بلل. د یادې طرحې په لومړۍ ماده کې چې د ترانسپورتي خدمتونو د محصول اخیستو پر مهال د فساد د مخنیوي په خاطر باید په اسیکوډا سیستم کې له یو ټاکلي عدد څخه ګټه واخیستل شي. په همدې تړاو به د ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو د ګډ تفاهم پر اساس له دې وروسته د درېیو میاشتو لپاره پر في ټن 130 افغانۍ محصول اخیستل کېږي. د دغه طرحې دویمه ماده د نقلیه وسایطو د سیرجواز او د موټرچلولو جواز (لایسنس) پر الکټرونیکي کېدو او د یاد سیستم پر فعالېدو ټینګار کوي. د نقلیه وسایطو  ترافیکي سیر جواز Vehicle Registration (VR) او د موټر چلولو جواز  Driver License (DL) په دودیز ډول تر اوسه قلمي دی. ولې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیر او موټر چلولو جوازونو پر الکټرونیکي سیسټم له اوایلو کار کړی دی او د یاد وزارت مرستیال وزیر په وینا، پر یاد سیستم د قراردادي شرکت له خوا 44 میلیونه ډالره مصارف شوي دي. همدارنګه کابل ښاروالۍ د DL او VR سیستم لپاره لازم او ضروري وسایل له دې پخوا په One Stop Shop کې د ترافیکو په واک کې ورکړي دي. له بلي خوا د ترافيکو رياست د موټر چلولو او د سیر جواز مقررې طرحه د وروستیو پړاوونو د تېرولو لپاره لپاره عدليې وزارت ته استولې ده. د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون د عدلیې وزارت له لوري د موټرچلولو او د سیر جواز مقررې طرحې د ژر نهايي کېدو، د کابل ښاروالۍ له لوري د DL او VR د صادرولو لپاره د الکټرونیکي سیستمونو پر ژر فعال کېدو ټینګار کوي، چې په فعالېدو سره به یې عملاً تطبیق هم پيل شي. د یادې طرحې درېیمه ماده بیا په افغانستان کې د ترانسپورتي سیستم خلاف (ښي لاس) موټرونو پر فعالیت تمرکز کوي. له کلونو راهیسې د افغانستان د ترافیکي قانون خلاف ښي لاس موټر (د پاکستان لاس) په  غیر قانوني ډول هېواد ته وارد شوي دي او له ترافيکي- ترانسپورټي اسنادو پرته فعاليت کوي. له یوې خوا  دولت ته هېڅ ډول محصول نه ورکوي او له بلې خوا له هېڅ دولتي ادارې سره د یادو موټرونو  ثبت هم نه دی شوی او د هغوی په هکله احصايه هم نشته. هره لحظه شونې ده، چې له یادو موټرونو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي. په دې هکله د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون په خپله طرحه کې له 4000-8000 افغانیو فیس ټاکلی، چې د کابینې لخوا د مصوبې تر تصویب وروسته د ترافیکو لوی ریاست مکلف دی، چې د رسنیو له لارې یاد خبر د دغو موټرونو تر څښتنانو ورسوي، څو هغوی د شپږو میاشتو په جریان کې خپل موټر راجستر کړي. پر بار وړونکو موټرونو باندې په ټاکلي ځای کې د نمبر پلیټونو رېپېټ او یا ګیسي کول د دغه طرحې څلورمه موضوع ده. د بار وړونکو موټرونو زیاتره څښتنان د خپلو موټرونو نمبر پلیټونه په ټاکلي ځای کې نه نښلوي او د موټر مخکینۍ ښیښه کې یې ایږدي، چې له امله یې د هېواد د ګمرکاتو د اسیکوډا سیستم پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي. موټر چلوونکي کولای شي په اسانۍ سره نمبر پلیټ  یو او بل موټر ته رد او بدل کړي او له عوایدو څخه د تیښتې سبب وګرځي. د دغه طرحې له مخې دغو موټر چلوونکو ته دوه میاشتې وخت ورکول کېږي، څو نمبر پلیټونه په خپل ځای کې ولګوي، کنه د ترافیکو لوی ریاست له لوري ترې جوازونه اخیستل کېږي او د فعالیت اجازه نه ورکوي. د ترانسپورتي او ترافیکي اسنادو نه لرونکو موټرونو فعالیت هغه موضوع ده، چې د یادې طرحې په پينځمه ماده کې پرې بحث شوی. افغانستان ته د ځینو ګمرکونو له لارې یوشمېر موټرونه په قانوني ډول وارد شوي، خو د ترافیکو د سیر او ترانسپورټي فعالیتونو له جوازونو پرته فعاليت کوي. د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون د دغه ستونزې لپاره په خپله طرحه کې د مالیې وزارت په لګښت د One Stop Shop د رامنځته کولو وړاندیز کړی دی، چې په فعالېدو سره به یې اسناد نه لرونکي، ډبل کاري شوي او د باډي تغییر شوي موټرونه د One Stop Shop له جوړېدو وروسته اړوندې ادارې د تخنیکي چک بهیر، د سیر جواز او ترانسپورټي فعالیت جوازونو ورکړه پيل او ګمرکي محصول به هم ترې اخیستل کېږي. د دغه طرحې په شپږمه ماده کې د هغو موټرونو چې له ډېرو کلونو څخه یې خپل د ترافیکي سیر او ترانسپورټي فعالیت جوازونه نه دي تمدید کړي، بحث کېږي. د بار وړونکو موټرونو په ګډون، بسونه، ټکسي او شخصي موټر د  سیر او ترانسپورټي فعالیت د جوازونو د نه نوي کېدو له درکه ډېر باقي او د جریمو له نه تسلیمولو پرته فعالیت کوي. خو په یاده طرحه کې د دغو موټرونو باقیدارۍ او جرمانې په کټګوریو وېشل شوې دي چې باید د هغه پر اساس هر موټر خپله باقي‌داري او جرمانه تسلیم کړي.  په ترانسپورټي موټرونو کې د (GPS) نصبول هغه مهمه موضوع ده چې په دغه طرحه کې په اوومه ماده کې ورباندې بحث شوی دی. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د امنیت د ټینګښت، د موټرونو د فعالیتونو د مدیریت او د احصایې د اخیستو  په موخه د ترانسپورټي موټرونو (بار وړونکي، بس او ټکسي) لپاره د GPS نصبولو لپاره طرحه وړاندیز کړې ده. دا طرحه دوه برخې لري: لومړۍ برخه یې کورني موټر دي، چې په دولت هېڅ لګښت نه راځي او د GPS  پېرلو او نصبولو لګښت د موټر د څښتن پر غاړه دی. دویمه برخه یې د بهرنیو ترانزیټي موټرو پر کانټېنرونو باندې د GPS نښلول دي. په دې حالت کې د GPS اخیستلو او نښلولو لګښت د اسلامي امارت پر غاړه دی. د دغو GPS قېمت تر 60 ډالرو اټکل شوی دی. د دغه طرحې په اتمه ماده کې په کابل ښار کې د ترانسپورټي او ترافیکي سیستم پر سمون بحث کېږي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کابل ښار کې د عامه غیر رسمي ترانسپورټ او ترافیکي نظم د سمون لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده. په دغه طرحه کې به ټول لوی او کوچني بسونه په ټاکلي لین کې د مشخص مهالویش له مخې فعالیت کوي. پر هر لوی او کوچني بس به د ټاکلي لین په نوم سټیکر نښلول کیږي. د پلازمینې کابل د بسونو د ترمینال پر ستونزو د یادې طرحې په نهمه ماده کې بحث کېږي. د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون د ریاست‌الوزراء د هدایت پر اساس په دغه برخه کې یوه جامع طرحه جوړه کړې. په سرحدي بندرونو کې د بار وړونکو موټرونو د لېږد بهیر تنظیمولو طرحه باندې په لسمه ماده کې بحث کېږي، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري د 6 میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې به 6 میاشتې وروسته د پایلو پر اساس تصمیم نیول کېږي. د یادولو وړ ده چې د دغه طرحې په عملي کېدو سره به په کلني ډول د دولت خزانې ته په میلیاردونو افغانۍ عواید جمع کېږي او پر هغه سربېره به هېوادوالو ته د سفر او مالونو د انتقال په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.