د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د کابل-کندهار لویې لارې له ارغندي څخه تر دوراني بازار پورې سړک د قیر اچونې چارو پروژه پرانیستل شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۷:۳۶
5U2A0135

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن شنبه د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۴مه نېټه د کابل-کندهار لویې لارې له ارغندي څخه تر دوراني بازار پورې سړک د قیر اچونې چارو پروژه پرانیستل شوه. په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني، د کابل او میدان وردګ ولایتي مسوولینو او د خصوصي سکټور یوشمېر استازیو هم حضور درلود. د یادې پروژې د پرانیستو مراسمو ته محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د هېواد د نورو لویو لارو په پرتله د کابل-کندهار پر لویه لار بیروبار زیات دی. د دې لارې د اړول شوي سړک دواړو خواوو ته پراته کورونه او پر دغه لار تلونکي مسافر د خامه سړک له دوړو ډېر په تکلیف دي. موږ له قراردادي شرکتونو څخه غواړو چې یاد سړک څومره ژر ممکنه وي، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره ورغوي. همدا راز د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې قراردادي شرکتونه د یاد سړک په هغو برخو کې چې د جوړېدو چارې یې عملاً جریان لري دواړو خواوو ته پر فرعي سړکونو د عامو هېوادوالو د تلو راتلو پر مهال اوبه واچوي، څو پر دغه لار تلونکو مسافرو او شاوخوا کورونو ته تکلیف ونه رسېږي. همدارنګه په غونډه کې د خصوصي سکټور استازیو وویل چې د دې لویې لارې په بیارغېدو سره به د هېواد له جنوب څخه مرکز او بیا شمال ته د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په ۷ برخو وېشل شوې، چې له ارغندي تر دوراني بازار پورې سړک یې ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱متره پلنوالی او د ۵۰ او ۸۰ مترو په اوږدوالي دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري، چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه سړک د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په یو کال کې رغول کیږي چې په بشپړېدو سره به یې پر دغه لار تلونکو مسافرو او د سوداګریزو توکو په لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد شمالي ولایتونو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند څلور ورځنی سفر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د یکشنې ورځ سهار مهال له کابل څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر روان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند  د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه په جوزجان ولایت کې د. . .

BACK TO NEWS