د اوبلن ګاز د تأسیساتو جوړولو کړنلارې او د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ ته د تایید نظر ورکړل شو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۵۴
د اوبلن ګاز د تأسیساتو جوړولو کړنلارې او د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د اوبلن ګاز د تأسیساتو جوړولو پر کړنلارې، د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ پر مسودې او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د اوبلن ګاز د تأسیساتو جوړولو کړنلارې ته د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دې کړنلارې له مخې به د اوبلن ګاز توزیع کوونکي ټول امارتي او خصوصي شرکتونه د ګازو ذخیرې له ښارونو او د ګڼې ګوڼې له ځایونو وباسي او د دغه کړنلارې مطابق به په ټولو معیارونو برابر نوي تأسیسات جوړوي.

همدارنګه په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ د مسودې په اړه هم بحث وشو. له تفصیلي بحث وروسته د یادې پالیسۍ په اړه د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS