اقتصادي کمېسیون؛ د ځمکني معیاري ترانسپورټ د رامنځته کولو لپاره پر جوړه شوې طرحه مفصلې خبرې وکړې
نېټه: 2022، جون 13مه
د اقتصادي کمېسیون په 23مه نوبتي غونډه کې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه؛ د ا.ا.ا د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون له لوري پر جوړه شوې طرحه او وړاندیزونو مفصل بحث وشو.
اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو او ترانسپورټي ستونزو د حل لپاره په لسو مادو کې د دغه کمېسیون وړاندې شوې طرحه، د لسمې مادې (په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د بهیر تنظیم) په استثنا چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول د تطبیق وړ ده، تائید کړه.
د یادولو وړ ده چې د دغه طرحې په عملي کېدو سره به په کلني ډول د دولت خزانې ته نږدې 30 میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.