د اقتصادي معاونیت نوبتي اداري غونډه ترسره شوه

نېټه: 2022، جون 13مه

Administrative session

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي ذبیح الله په مشرۍ نن دوشنبه د 1443 قمري کال د ذوالقعدې په 13مه نېټه د کنفرانسونو په عمومي تالار کې نوبتي اداري غونډه ترسره شوه.

ناسته د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د اقتصادي معاونیت مالي او اداري رئیس د کارونو د طی‌مراحل پر مهال د مراتبو سلسلې د مراعاتولو او اداري اصولو په پام کې نیولو سره په تفصیل سره خبرې وکړې.

ورپسې د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي ذبیح‌الله د ټولو ریاستونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو او په بېلابېلو برخو کې د لاسته راوړنو، فرصتونو، خنډونو او د هغو پر حللارو باندې خبرې وکړې.

همدارنګه په دې ناسته کې د بېلابېلو ریاستونو د چارو د لا ښه‌والي او اصلاحاتو راوستلو په موخه د اجنډا مطابق په اړوندو مسائیلو بحث او لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې.