د اقتصادي کمېسیون 26مه غونډه ترسره شوه

نېټه: 2022، جون 27

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 26مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د «هلمند نوشیروان مرمرو ډبرو شرکت» له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، په مرکزي سیلو کې د زرګونو میټریک ټنه نخودو پر پروسس او همدارنګه د پاشدان بند د پاتې کارونو پر بشپړولو مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

اقتصادي کمېسیون صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم، ښارجوړونې او همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو ته هدایت وکړ، چې د هلمند نوشیروان مرمرو ډبرو شرکت له لوري د وړاندې شوې طرحې تخنیکي او عملي اړخونه، مالي وړتیا او اقتصادي پایلې دې په ښه شکل سره و ارزوي او خپل راپور د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

په دغه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته همدا راز هدایت وشو، چې د هند له لوري 70774 میټریک ټنه مرسته شوي نخود چې اوسمهال په مرکزي سیلو کې زېرمه دي، لومړی باید پروسس او وروسته اړمنو خلکو ته وویشل شي.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوي ته هدایت وشو، چې ازبیکستان ته رسمي سفر وکړي او د خپل سفر راپور کمېسیون ته وړاندې کړي.

د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند دې پاتې کارونو پر بشپړولو هم د اقتصادي کمېسیون په 26مه غونډه کې بحث وشو. د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون صنعت او سوداګرۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو ته دندده وسپارله، چې د خصوصي پانګونې له لوري د دغه بند د پاتې کارونو د سرته رسولو ارزونه وکړي او په دې اړه خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اقتصادي کمېسیون همدا راز تر هراړخیزې ارزونې وروسته پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو باندې «د ګاز او نفتو دولتي شرکت» له لوري جوړ شوی توحیدي طرزالعمل هم د تطبیق وړ وباله. دغه طرزالعمل به د دوو کلونو په جریان کې په تدریج سره په پخوانیو تېل پمپونو هم تطبیق شي.