د امریکایانو وینه تر افغانانو ډېره ارزښتناکه نه ده

لیکوال: عبدالله عزام

د 2021 م کال د اګېسټ په 29مه، امریکايي ځواکونو د کابل په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې پر یوه کور هوايي برید وکړ چې په پایله کې یې د 7 ماشومانو په ګډون 10 ملکي وګړي ووژل شول. دا برید له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه او له هرج و مرج ډک وتلو پر مهال وشو؛ له دې برید یوازې څو ورځې وړاندې کابل نړیوال هوايي ډګر ته نیږدې برید وشو چې پړه یې د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیسته او د ۱۳ امریکایانو په ګډون یې ۱۶۰ ملکي وګړي ووژل. د دوی د ادعا له مخې، د دغه هوايي برید موخه د داعش خراسان څانګې غړي وو، چې په یوه سپینه ټويټا کورولا کې یې چاودېدونکي توکي بارول او په هوايي ډګر کې یې په امریکایانو د برید پلان درلود. خو وروسته ښکاره شوه، چې د دوی درک ناسم و، د ملکي کسانو کور یې په نښه کړی و او د یوې کورنۍ غړي یې داسې سېځلي وو چې د دې کورنۍ د یوه خپل، رامین یوسفي په خبره، جسدونه یې د پېژندلي نه وو. تمه وه چې د دغه بې رحمه برید عاملان به بې پوښتنې نه پرېښودل کېږي؛ خو له بده مرغه امریکا دا عمل د جګړې له قانونه سرغړاوی ونه ګاڼه او د سزا په اړه پرېکړه یې خپلو قومندانانو ته پرېښوده. د نیو یارک ټایمز په حواله، څو ورځې مخکې دوو لوړ پوړو امریکايي قومندانانو –د امریکا د فوځ د مرکزي قومندې مشر، جنرال کېنټ مک‌کېنزي او د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان، جنرال ریچارډ کلارک - وویل چې په دغه جرم کې ښکېلو ځواکونو ته دې سزا نه ورکول کېږي؛ د دوی له دې پرېکړې سره د امریکا دفاع وزیر، لویډ اسټین هم همغږي وښوده او د پنټاګون ویاند، جان کېربي هم دا خبر تایید کړ. کېربي وویل: «دا داسې پایله نه وه چې موږ دې له فکر، پاملرنې او کره څېړنې پرته ورته رسېدلي وو. د شخصي ځواب وینې لپاره کومه پیاوړې قضیه نشته.»

دا ډېره عجیبه او په ورته وخت کې وحشیانه خبره ده؛ کله چې پر امریکايانو برید کېږي، امریکا دې په قاتلینو پسې د نړۍ تر بله کونجه ځي. په ۱۹۹۳ کال کې میر ایمل کانسي د امریکا په ویرجنیا کې د سي آی اې په مرکزي دفتر کې په ډزو تورن شو. کانسي د سي آی اې دوه مامورین ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. د دغو کسانو د غچ اخیستو لپاره، سي آی اې یو ټیم وګوماره چې ښاغلی کانسي ونیسي؛ دغه راز یې د پیسو په بدل کې مامورین وګومارل چې د نوموړي په نیولو کې له دغه ټیم سره همکاري وکړي. په همدې ترتیب، امریکا او متحدینو یې د ۹/۱۱ پېښې د وژل شویو د غچ اخیستو لپاره پر افغانستان برید وکړ. د امریکا په مشرۍ ایتلاف عدالت ته د یوه کس یا یوې ډلې د کش کولو لپاره ښارونه له خاورو سره خاورې کړل؛ د هغو زرګونو کسانو ژوند یې واخیست چې د جګړې له کیسې هېڅ خبر نه وو؛ د انسانانو جسدونه یې وسځول او ایرې یې کړل. دوی د دې لپاره چې په راتلونکي کې امریکايي وګړو ته باالقوه ګواښ کم کړي، پرلپسې شل کاله یې د افغانستان ښارونه له یوه سره تر بریدونو لاندې راوستل. دا باید ومنو چې د ۹/۱۱ پېښې قربانیان بې ګناه وو، دغه راز دا هم ظالمانه او غیرمنطقي ده چې د خپلو قربانیانو د غچ اخیستو لپاره د سلګونه زره بې ګناه نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو ژوند واخلئ. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې امریکا د کابل د وروستي هوايي برید عاملانو ته سزا اعلان نه کړه؛ ځکه چې د امریکا په قانون کې ان هغه کس ته د ولسمشر لخوا بښنه وشوه چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې یې ۱۶ کسان قصداً ووژل او جسدونه یې وسوځول. هر انسان، د دوی نژاد او هویت ته له پام پرته، د بشر حقونو او عدالت مستحق دی. د بشر حقونه باید د سیمې، هویت او نژاد له مخې تعریف نه شي او نه دا خبرې پر یو بل د لومړیتوب منشا‌ء شي. که د امریکایانو قاتلین تر وروستي حده څارل کېږي او د محکمې لپاره امریکا ته وړل کېږي؛ د افغانانو قاتلین هم باید په خپل کور کې عدالت ته کش شي او بې سزا پرې نه ښودل شي.

نوټ: د مقالې مسؤولیت د ليکوال پر غاړه دی. د مقالې څخه ګټه اخیستنه د سرچینې په ذکر کولو سره جواز لري.