د امیرالمؤمنین په حکم ملا عبدالغني برادر اخوند د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وټاکل شو

نېټه: د 2022 کال د فبروري 6مه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمومنین په حکم د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه نن د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې په ۶مه نېټه د کابینې غړو، اقتصادي وزارتونو او ټولو مستقلو دولتي شرکتونو ته ور وپېژندل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال د هیواد د اقتصادي ودې لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی او د پراخ فساد له امله یې سخته ضربه لیدلې ده. برادر اخوند زیاته کړه، د تېرې ادارې د واک پر مهال په میلیونونو او میلیاردنو پیسې د څو مشخصو کسانو جیبونو ته تللې او د هیواد د اقتصاد لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

محترم ملا برادر اخوند د خپل خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي بیارغونې لپاره له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کار کوي او کوښښ کوي چې نور افغانستان پر خپل ځان بسیا واوسي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده ناسته کې د خپلو خبرو پر مهال وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ټولو لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د ریل پټلۍ ملاتړ کوي او هڅه کوي چې فساد له منځه یوسي. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټولو دولتي ادارو کې فساد صفر شوی، چې له دې درکه د دولت خزانې ته په میلیونو عواید زیات شوي.

سلام حنفي همدا راز وویل چې په دولتي ادارو کې د بویوکراسي له منځه تللې او دوی یې صفر ته د کچې د راټیټولو نور کوښښ هم کوي. نوموړي زیاته کړه چې له دې امله هیوادوال خوشاله دي او په کم وخت کې یې کارونه خلاصېږي.

یادې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور وویل: افغانستان د نړۍ په کچه د کانونو له پلوه غني هیواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په ښه ډول دغه کانونه استخراج او د هیواد په اقتصادي بیارغونه کې ترې کار واخلي. دلاور وویل، اسلامي امارت په ښه ډول د افغانستان د ټولو کانونو د استخراج څارنه کوي او کوښښ کوي چې د غیر مسلکي کیندنو مخه ډب او پر ځای په قانوني ډول دغه کانونه استخراج کړي چې له امله به یې په زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

شیخ شهاب الدین دلاور د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو وزارت په څه باندې څلورو میاشتو کې څلور میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمعه کړي، چې دا کچه د تېر حکومت د اتو میاشتو عوایدو په پرتله چې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ وو، څو چنده زیاته ده