د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار سره وکتل
نېټه: 2022، جون 19مه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په دغه ناسته کې د افغانستان-ازبیکستان تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو، له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پر پياوړتیا، د لویو اقتصادي پروژو پر ژر پيل او ګډو همکاریو خبرې وشوې. ښاغلي کاملوف وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی او د خوښۍ ځای دی چې د دغو اړیکو له مخې د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه او د اقتصادي سیستم پر پياوړي کولو په ګډه خبرې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، تاشکند راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي، چې د اسلامي امارت لوړ رتبه استازي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ښاغلي کاملوف ته د نوې دندې مبارکي وویله او د تاشکند له لوري د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس هرکلی یې وکړ او دا یې د روابطو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام وباله.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار وکړ، ازبیکستان چې هرڅومره ژر کولی شي د ترمز-کابل-مزارشریف-پېښور رېل پټلۍ په ګډون د برښنا او هوايي چلند په برخو کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړ کړي.
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او د لا پراختیا هیله یې وښوده.