د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت درېیمه اداري غونډه ترسره شوه

نېټه: 2022، جولای 25مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي ذبیح الله په مشرۍ نن دوشنبه د 1443 قمري کال د ذوالحجة الحرام په 25مه نېټه د کنفرانسونو په عمومي تالار کې درېیمه اداري غونډه ترسره شوه.

ناسته د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د هغو کارونو راپورونه وړاندې شول، چې د تېرې غونډې پر مهال یې د تعقیب او ترسره کولو سپارښتنه شوې وه.

ورپسې د مطبوعاتو او تشریفاتو، مالي او اداري چارو، اقتصادي چارو او عامه اړیکو ریاستونو له لوري نننۍ غونډې ته د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه تر پوره سلا مشورو وروسته لازم تصامیم ونیول شول.

همدارنګه په دې ناسته کې د بېلابېلو ریاستونو د چارو د لا ښه‌والي او اصلاحاتو راوستلو په موخه هم لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې.