د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د نومبر 30مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي «عصمت الله ارکاشوف» سره وکتل.  دغه لیدنه چې د روان کال د قوس میاشتې په نهمه نېټه د سه شنبې ورځ په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو پکې پر سیاسي، اقتصادي او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، موږ د ازبیکستان په ګډون د نړیوالو له بشري مرستو مننه کوو او ټینګار کوو چې له افغانانو سره په دغه بد وضعیت کې خپلې مرستې وکړي؛ خو یوازې بشري مرستې د افغانانو ستونزې نشي حل کولی. که د سیمې هېوادونه او نړیوال غواړي چې افغانان له دغو ستونزو څخه ووځي، نو زموږ د کنګل شوو پیسو پر ازادولو سربېره دې دلته لویې اقتصادي پروژې هم پلي کړي.

ازبیک پلاوي د خپلو خبرو پر مهال وویل، دوی د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له نړیوالو سره خبرې کوي او کوښښ کوي چې دغه پیسې بېرته د افغانستان اسلامي امارت ته وسپاري. ښاغلي ارکاشوف زیاته کړه، دوی د ریل پټلۍ له لارې پر سوداګرۍ سربېره، چمتو دي چې نورې لویې اقتصادي پروژې هم پيل کړي. هغه وویل، د اګسټ د ۱۵مې نېټې په پرتله اوس په افغانستان کې امنیت ښه شوی او دوی دغه وضعیت له نږدې څاري.

ازبیک لوري د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې دوی د افغانستان په اړه له نړیوالو او د سیمې له هیوادونو سره په اړیکه کې دي. نوموړي وویل: «د ازبیکستان ولسمشر په تېرو ټاکنو تر بریا خپلولو وروسته لومړی روسیې ته رسمي سفر درلود چې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره یې د افغانستان په اړه ګټورې خبرې درلودې او هغه یې د هڅو ستاینه کړې

 ښاغلي برادر له ازبیکستاني پلاوي څخه وغوښتل، چې د کابل د سقوط پر مهال له افغانستان څخه بېول شوې چورلکې او نظامي وسایل، چې د ملت ملکیت دی، باید بېرته د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي. برادر زیاته کړه، کله چې اشرف غني او ورسره ټیم یې له کابل څخه وتل، پر نغدي پیسو سربېره یې ډېری چورلکې او نظامي وسایل هم نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

 د دغه پلاوي مشر «عصمت الله ارکاشوف» وویل، دغه چورلکې او نظامي وسایل زموږ (ازبیکستان) له اجازې پرته په غیر قانوني ډول ازبیکستان ته ننوتي، چې دوی یې د ډېریو پیلوټانو په اړه اوس د جنايي جرمونو قضیې هم پرانیستې دي. نوموړي زیاته کړه، دوی به د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دوی هېواد ته د ورغلو چورلکو او ټولو نظامي وسایل په اړه تصمیم ونیسي.

ښاغلي برادر له ازبیکستاني لوري سره د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او د ازبیکستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه باید د اقتصادي پروژو پيل له رسمیت پېژندلو سره ونه تړي. نوموړي زیاته کړه: «افغانان په سخت بد وضعیت کې دي، یوازې بشري مرستې د دوی ستونزې نشي حل کولی، نړیوال باید د لویو پروژو پیل له رسمیت پېژندلو سره ونه تړي

په یاده ناسته کې همدارنګه د دواړو لورو لخوا پر سوداګرۍ او ترانزیټ هم خبرې وشوې. ازبیکستاني پلاوي وویل، د کرونا وبا د مخنیوي په خاطر د لګولو شوو بندیزونو تر پای ته رسېدو وروسته به دوی له افغان لوري سره د ترانزيټ په برخه کې یو لوی تړون لاسلیک کړي، چې له مخې به یې افغان سوداګر په اسانۍ او د کمې مالیې په ورکولو سره خپل توکي ازبیکستان ته لېږي. عصمت ارکاشوف وویل، د دغه تړون په پلي کېدو سره به د داړو هیوادونو سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې هم برابرې شي.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له هغو هڅو هم مننه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ته د مزارشریف ښار تر لاس ته لوېدو وروسته یې د ډېریو وسلو د ایستلو مخنیوی کړی و. ښاغلي برادر وویل: «موږ ستاسې له هڅو مننه کوو چې د مزارشریف د سقوط پر مهال مو د تېر حکومت کسانو ته اجازه ورنه کړه چې له ځان سره وسلې او نور مهمات انتقال کړي

په یاده ناسته کې همدارنګه پر سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره، د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا هم ټینګار وشو.