د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د چین له لوی سفیر وانګ‌یو سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 30مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د چین له لوی سفیر وانګ‌یو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. محترم ملاصاحب وویل، چین او افغانستان دوه ښه ګاونډي هیوادونه پاتې شوي او د تاریخ په اوږدو کې یې د یو او بل ګټو ته پوره احترام ساتلی.

محترم ملا برادر اخوند د چین لخوا له افغانانو سره د شوو بشري مرستو هم مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي. ښاغلي برادر وویل، د افغانستان اسلامي امارت د چین په ګډون له نورو نړیوالو هم غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ځکه د نوموړي په خبره، په افغانستان کې اوس د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی او اسلامي امارت د پانګوالو بشپړ امنیت نیولی.

 د چین لوی سفیر وانګ‌یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ په افغانستان کې حالات له نږدې څارو او خوشاله یو چې هرڅه د پخوا په پرتله ښه تغییر کړی دی. نوموړي وویل، د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالو لخوا شوې بشري مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته رسولې او په ټوله کې یې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې ښه مبارزه کړې، چې دوی یې د هڅو ستاینه کوي.

 د چین سفیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د نظامي لیکو د تصفیې هم کوټلي ګامونه اخیستي، چې دغه چاره به د امنیت په ټینګښت کې ډېر ښه رول ولري.

ښوونکو ته د معاشونو ورکړه او په ټول هیواد کې د بشپړ امنیت ټینګښت هغه څه دي، چې د چین هیواد یې هرکلی کوي او وايي، چین چمتو دی چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په ګډه د افغانستان د آبادۍ لپاره کار وکړي.