د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د ا.ا.ا د اقتصادي معاونیت غبرګون

 نېټه: 2022، سپټمبر 24مه

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند دفتر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وروستۍ څرګندونې په کلکه ردوي، چې ګواکې نوموړي ملا صاحب ته د هغه د کور د انځور په استولو هغه تهدید کړی او ملا صاحب ورته د درناوي الفاظ کارولي دي؛ دا د نوموړي له لوري یوه بې بنسټه افتراء ده.

د محترم ملا صاحب دفتر د هغه او ډونالډ ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ ږغیز ریکارډ په اختیار کې لري او که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هېوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.