له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

نېټه: 2022، جولای 24مه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تائید شوې.

له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى؛ له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي، چې د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي.

د يادولو وړ ده چې ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.