ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د هالنډ او المان له استازو سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د نومبر 18مه

دغه ليدنه چې د لړم میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او یادو هیوادونو تر منځ د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بايد را خوشې شي او که نړیوال دې مسئلې ته پام ونه کړي، بدې پایلې به ولري. ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال وویل: "موږ غواړو بین المللي ټولنه د افغانستان وضعیت ته پام وکړي، ‏که په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري."

د ریاست‌الوزراء دویم مرستيال عبدالسلام حنفي هم د المان او هالنډ له استازو سره ليدنه کې حضور درلود او وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د پخوا په نسبت اوس امنیت او لازم شرایط برابر شوي او دوی له يادو هيوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او روغتیا په برخو کې پانګونه وکړي٠

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې افغانستان او المان تاریخي مناسبات لري او (موږ) د دغو اړیکو پراختیا غواړو.

‏نوموړي د المان او هالنډ استازو ته د نشهیي توکو د کر، قاچاق او پروسس د مخنیوي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې کروندګرو ته به د بینالمللي ټولنې په همکارۍ د بدیل اقتصاد زمینه برابره کړي٠

الماني لوري وویل چې دوی د افغانستان د ښوونیز سیسټم د پياوړي کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او د هغو لارو چارو په لټه کې دي، چې پر مټ یې وشي کولای په راتلونکو میاشتو کې د ښوونکو معاشونه ورکړي.

د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د ا.ا د ډیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د تامین مننه وکړه او زياته یې کړه چې هيواد يې د افغانانو ترڅنګ دى٠

نوموړي وویل، د المان صدر اعظم له افغانستان سره پر مخکینیو مرستو سربېره، ۶۰۰ میلیونه یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند جاسپر ویک ته ډاډ ورکړ چې دغه مرستې به اړمنو کورنیو ته په شفاف ډول ورسېږي.