ملا عبدالغني برادر اخوند د متحده عربي اماراتو د دولت د پخواني رئیس د مړینې له کبله د تعزیت وړاندې کولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ

Emarat Trips

نېټه: 2022، مې 16مه

د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د متحده عربي اماراتو د پخواني رئیس "شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان" د وفات له کبله د فاتحې په موخه، د دوشنبې په ورځ د شوال میاشتې په 15مه نېټه ماسپښين مهال د دغه هېواد پلازمېنې ابوظبۍ ته لاړ او د تعزیت وړاندې کولو په پار یې د نوموړي له ځای ناستي "شیخ  محمد بن زاید آل نهیانسره وکتل.

له افغان سوداګرو سره ناسته

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سفر په دویمه ورځ په متحده عربي اماراتو کې له مېشت افغان سوداګرو سره وکتل، هغوی یې خپل هېواد ته راوبلل او د مال او ځان د مصئونیت اطمینان یې ورکړ. سوداګرو هم د ډاډ څرګندونه وکړه او خپل هېواد ته د راستنېدلو او دلته د پانګونې ژمنه یې وکړه.

له افغان سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ملا عبدالغني برادر اخوند د هغوی ستونزې واورېدې او د ژر حل ډاډ یې ورکړ.

د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره ناستې

د سفر په درېیمه او څلورمه ورځ محترم ملا صاحب د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو چارواکو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړي کولو او پراخولو یې ورسره هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اماراتو له چارواکو وغوښتل چې د افغانانو د وېزو ستونزې دې حل او افغانستان ته دې د متحده عربي اماراتو پروازونه بېرته پيل کړي .ملا صاحب همدارنګه له هغوی غوښتنه وکړه، څو افغانانو ته په اماراتو کې د قانوني کار کولو په موخه ویزې ورکړې. ځکه په خبره یې، افغانان د کار کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي او سختو لارو ځي، چې ډېری وخت ورته د سر او مال خطر پېښېږي. د اماراتو حکومت ژمنه وکړه چې دا کار به وکړي.

د دې تر څنګ ملا عبدالغني برادر اخوند د متحده عربي اماراتو له مسئولینو څخه وغوښتل څو هغه افغان بندیان خوشي کړي چې جرمونه یې سپک دي او د هغو بندیانو چې جرم یې ثابت وي، دوسیې دې اسلامي امارت ته وسپارل شي څو یې افغان حکومت په اړه تصمیم ونیسي.

د DP World له اجرائیه مرستیال سره لیدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال متحده عربي اماراتو ته د سفر په پنځمه ورځ د DP World څو ملیتي لوجستیکي کمپنۍ له مرستیال اجرائیه رئیس سره وکتل. په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړیکو پر پراخولو او په افغانستان کې د سوداګريزو بندرونو پر عصري کولو خبرې وشوې، چې په فعالېدو سره به یې د افغانستان تولیدات نورو هېوادونو ته په اسانۍ سره انتقال او بهرني مارکېټ ته به لاره پيدا کړي.

کابل ته راستنېدنه

د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی دولتي پلاوی متحده عربي اماراتو ته له پنځه ورځني سفر او د دې هېواد له بېلابېلو چارواکو سره تر لیدنو وروسته، (د شوال په 20مه) ماسپښین مهال بېرته کابل ته راستون شو.