ملا عبدالغني برادر: ټاپه شوي، خط شوي او سپين ډالر باید په کمه بیه وانخیستل شي

نېټه: د 2022 کال د مارچ 16مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون په خپله نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو مفصلې خبرې اترې وکړې. محترم ملاصاحب «د افغانستان بانک» ته امر وکړ څو ټولو تجارتي بانکونو او صرافانو ته د ټاپه شوي، خط شوي او سپين ډالري بانک نوټونو په کمه بیه د تبادلې د مخنیوي په موخه عاجل مکتوب واستوي.

ملي سوداګر او عام افغانان شکایت کوي چې تجارتي بانکونه او صرافان دا ډول ډالر له دوی په کمه بیه اخلي او دې چارې له ستونزو سره مخ کړي.

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال د زړو افغانیو د راکړې ورکړې په اړه هم د افغانستان بانک ته ورته لارښوونه وکړه، څو تجارتي بانکونه او صرافان له عامو خلکو د افغانیو هغه زاړه بانک نوټونه واخلي، کوم چې د افغانستان بانک لخوا د راکړې ورکړې اعتبار لري.

 همدارنګه د محترم ملا صاحب مشرۍ اقتصادي کمېسیون یوې ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارله، څو پر امارتي غصب شویو ځمکو د جوړو شویو کورونو او ودانیو او د هغه د راګرځولو لپاره منظم میکانېزم جوړ او دغه کمېسیون ته یې د ارزونې په موخه وړاندې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت دا ګام په داسې وخت کې اخلي چې پر ډېری دولتي ځمکو د پخوانیو زورواکانو، د پارلمان د غړو او ځینو عامو خلکو لخوا کورونه او لوړې ودانې جوړې شوې دي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې همدارنګه یوې ځانګړې کمېټه ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د بهرنیو موسسو لخوا د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو چارو څخه د څارنې او ارزونې په موخه یوه طرحه جوړه او د ارزونې په موخه یې د دغه کمېسیون ته وړاندې کړي. بهرنۍ موسسې چې په افغانستان کې له لسیزو راپدېخوا په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو وروسته یې پر فعالیتونو د هېڅ دولتي ارګان لخوا څارنه نشته.

همدارنګه د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کابل ښار سرای شهزاده ته څېرمه د مخابراتو وزارت اړوند د یوې ټوټې ځمکې د قرارداد پر مسئله هم خبرې وکړې. له مفصلو خبرو اترو وروسته وپتېیل شوه چې د دې ځمکې د قرارداد حق چې اصلاً هم د مخابراتو وزارت ملکیت دی، د دغه وزارت حق جوړېږي. یاده مسئله د نهايي تصمیم په موخه د کابینې ناستې ته وړاندې شوه.