اقتصادي کمېسیون؛ د افغانستان برښنا شرکت دې «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره کړي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۴۰
Chack Wardak

نېټه: د 2022 کال د مې 16مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون له مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د ښارجوړونې وزارت له تشکیل څخه د کرنې وزارت تشکیل ته د اراضي ریاست د انتقال پروسه بشپړه کړي.

د یادولو وړ ده چې د اراضي ریاست د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر اساس له ښارجوړونې وزارت بېل او د کرنې وزارت تشکیل ته ور زیات کړل شوی دی.

دغه کمېسیون همدارنګه «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، څو د وردګو ولایت «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د چک برښنا بند درې توربینه لري چې په بیا فعالېدو سره به د «۳.۹» میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه خپله هغه پرېکړه د تطبیق وړ وبلله، چې له مخې به یې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې «رنګه داغمه فلزات» له سوداګرو د بازار ورځني قېمت ته په کتو له هغوی اخلي او په هېڅ وجه به دغه خام مواد بهر ته نه انتقالېږي.

یاد کمېسیون د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو په صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو د ځمکو د ستونزو د حل په اړه هم عملي اقدام وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS