له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو درېیمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
 دغه لومړیتوبونه د هېواد په کچه د معلولینو د عمده اړتیاوو پوره کولو، معلولینو او د شهیدانو ورثې ته د فني او حرفوي زده کړو د روزنیزو مرکزونو جوړولو، د غذایي مصونیت او البسې برابرولو، د سرپناه جوړولو، د تحصیلي فرصتونو او بورسونو برابرولو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو  د مرکزونو تجهیز او سمبالتیا اړوند وو. دا لومړیتوبونه د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه، چې په دې سره به دوی وکولای شي چې خپل راتلونکي فعالیتونه د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې منظم او تطبیق کړي.
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به د هېواد لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS