اقتصادي کمېسیون؛ د سرو زرو د موقت صدور لپاره جوړ شوی طرزالعمل تائید او د تطبیق وړ وباله

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۱:۰
60

نېټه: 2022، جون 16مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 24مه غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته بهر ته د سرو زرو د موقت صدور په اړه د مالیې وزارت له لوري جوړ شوی طرزالعمل تائید او د تطبیق وړ وبلل شو. دغه طرزالعمل په 15مادو کې ترتیب شوی او ټول هغه مهم موارد چې د سرو زرو د موقت صادراتو لپاره لازم دي، پکې په پام کې نیول شوي دي.

د دغه طرزالعمل پر اساس هر قانوني طلا پلورونکی چې رسمي جواز ولري، یوه میاشت کې کولی شي 10 کیلوګرامه سره زر بهر ته د ترمیم او یا هم پروسس لپاره انتقال کړي او مکلف دی چې بېرته یې په 3 میاشتو کې هېواد ته راوړي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه چې د مکروریانو د کانالیزاسیون له سیستم سره نښلول شوې او هم په راتلونکي کې له نښلول کېدونکو دولتي او شخصي ودانیو باید د پیسو لګښت د نښلول کېدو له نېټې حساب کړل شي.

د اقتصادي کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې پر اساس د مکروریانو د ساتنې او مراقبت دولتي شرکت د کانالیزاسیون لګښت چې مخکې یې في مترمربع 10 افغانۍ اخیست، له هغه پرېکړې وروسته اوس 6 افغانۍ اخلي.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS