الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند: موږ له ټولو صنعتکارانو په کلکه ملاتړ کوو

fdpm_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۹:۳۳
106

نېټه: 2022، اکټوبر 18مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملي اقتصاد د پياوړتیا په موخه د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د ملاتړ او هڅونې په پار جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، پرته له شکه چې د هېواد په اقتصادي وده کې د صنعتکارانو رول مهم دی او موږ خوشاله یو چې افغان صنعتکارانو خپل دغه رول په ډېر ښه ډول سره ادا کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نړۍ د پرمختللو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو پيل شوې او د صنعتي کېدو لپاره یې د کلونو کلونو اوږد سفر کړ دی. امید لرو چې افغانستان به هم دا مزل په کامیابۍ سره وکړي او په راتلونکي کې به یو پياوړی اقتصاد ولري.

محترم ملا صاحب د اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو ستاینغونډې ته وویل، زه د یو مسؤل په صفت پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي؛ ځکه اسلامي امارت که د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ په موخه صنعت ته ترجیح ورکوي، کیفیت او معیار بیا ورته تر ټولو لومړیتوب لري.

همدا ډول د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، موږ د یو مسؤل حکومت په صفت له ټولو صنعتکارانو او تجارانو او په ځانګړي ډول د اوسپنې له ویلې کوونکو فابریکو څخه په کلکه ملاتړ کوو. موږ هڅه کوو ترڅو تاسو ته د برښنا په برابرولو او همدا راز ستاسې د ځاني او مالي امنیت په تأمین کې لا ډېره همکاري وکړو.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاستئ، موږ له هېواد څخه د زړو اوسپنو د ایستل کېدو مخنیوی وکړ، هدف مو دا و چې ستاسې د خامو موادو ضرورت پوره کړو او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو. د افغانستان اسلامي امارت په پلان کې لري چې د شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، ترڅو په راتلونکي کې زموږ د اوسپنې ویلې کوونکې فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نشي.

 په پای کې محترم ملا صاحب د هېواد له صنعتکارانو څخه د زړه له کومي مننه وکړه، چې دوی د خپل هېواد په اقتصادي وده او پراختیا، ولس ته د کاري فرصتونو په برابرولو او د هېوادوالو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې کوښښ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه. غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۷:۲۱
Background image

اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د سټنډرډ عالي شورا له لوري په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په. . .

BACK TO NEWS