الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د افغانستان د علماوو، قومي مخورو او سوداګرو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Herat Trip

نېټه: 2022، سپټمبر 2مه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولايت کې د افغانستان د علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او پانګوالو جوړه شوې غونډه کې د ګډون او وينا په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ .

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د هغو سوداګرو، علماوو او د هرات ولایت له مسؤولینو څخه مننه وکړه، چې یاده غونډه یې ترتیب کړې وه. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال دې جوړې شوې ناستې ته په وينا کې وويل: موږ وتوانېدو چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته وساتو، په داسې حال کې چې د سیمې باثباته هېوادونه د خپلو اسعارو د ثبات ساتلو په برخه کې پاتې راغلي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ پر افغانستان د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره د هرات ولايت صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ډېری ستونزې حل شوې او کومې، چې پاتې دي هغو ته به هم ژر تر ژره رسېدنه وشي.

 د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په دغه غونډه کې د هرات اوسېدونکو، سوداګرو او پانګوالو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه شروع شي او لومړۍ ګټه به يې هم ددغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي.

محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وويل، پر ټاپي پروژه سربېره به د هرات ولايت په صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې هم شروع شي، د پل هاشمي په سيمه کې به صنعتي ښارګوټى جوړ او د پاشدان او شنډنډ بندونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بيا پيل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

BACK TO NEWS