د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۴:۵۵
5U2A0224

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې د شهزاده سرای سره نږدې د  ځمکې د ملکیت او پر هغه د سوداګریز مرکز جوړولو موضوع وه. په دې اړه تر هر اړخیز بحث او خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې  د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅیړي او د خپلو څېړنو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي. ورپسې د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور واورېدل شو او له بحث وروسته تایید شو. په اړه یې تر بحث وروسته  د اقتصادي کمېسیون له لوري اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په راپور کې د شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په موخه دې عملي پلان چمتو او د خپلو اجراآتو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي. دغه راز تصمیم ونیول شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري. د غونډې په بله برخه کې د ډبرو سکرو د استخراج او قراردادونو د چمتو شوې طرحې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې  پر یاده طرحه چې له مخکې یې چمتو کړې، د بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي ګډ پلاوي د راپور په رڼا کې له سره کتنه وکړي  او له هغې وروسته دې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي. د غونډې په پای کې د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه بحث او په دې اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS