د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۳:۲۰
5u2a0729

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي له پاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د پانګونې له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.  هغه دا هم وویل، چې ایران د کانونو په استخراج او کرنه کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملآ پانګونه وکړي. په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې، محترم ملا صاحب د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله ایران څخه مننه وکړه او د دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او ددې ډول ناستو د جوړېدو پر دوام ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS