د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۱۰
۱۲۳۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ملګري وو او د نیمروز له والي سره تر لیدنې وروسته یې له کمال خان بند څخه هم لیدنه وکړه. د نیمروز ولایت له والي سره د دې ولایت د خلکو د اوبو د ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته د پر وخت اوبو رسولو د بحث تر څنګ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخېرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړونده کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښووني وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه. په پای کې محترم ملا صاحب  د بند د پارچاوې او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۷:۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۸:۳۳
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې فدراسیون د ولسمشر له سلاکار سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه له غرمې وروسته د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۷:۴
Background image

د اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان بانک د غونډو په. . .

BACK TO NEWS