تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته ۲۹ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له هراړخیز بحث وروسته د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په پنځو نورو پروژو کې لازم تعدیلونه تصویب شول.
همداراز، د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو او په شرایطو برابرو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
همدارنګه، دوه پروژې د ګټونکو شرکتونو د کاري نیمګړتیاوو له امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او دغه شرکتونه د محرومیت کمېټې ته ور وپېژندل شول. د دې ترڅنګ، یوه پروژه د وړ او په شرایطو برابر شرکت ته د سپارلو په موخه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه.
په منظور شوو پروژو کې د اقینې ګمرک د یوشمېر برخو جوړول، د هلمند له دوه لارې تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د لومړۍ برخې بیارغونه، د ننګرهار د حصار شاهي سب‌سټېشن د ۲۲۰ کیلو ولټ لین د بی پراختیا، د جوزجان د یتیم‌تاق سیمې د ګازو د فابریکې د انرژۍ د لېږد لپاره د ۴۰ مېګاولټ امپیره سب‌سټېشن جوړول، په کابل ښار کې د یوشمېر سړکونو جوړول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع د یوشمېر پروژو تطبیق شامل دي.
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS