د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۲۴
5U2A9997

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه. منظور شوې پروژې د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي.    د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې څو په راتلونکي کې په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته راولېږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۴میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۹:۱۵
Background image

ملا عبدالغني برادر اخوند په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۳:۴۹
Background image

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامې لاسلیک شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو او. . .

BACK TO NEWS