د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سیمې او نړی هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۰:۴۱
04

د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سیمې او نړی هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د معاصرې نړۍ په اقتصادي مسائلو کې منطقوي اقتصاد یو نوی بحث دی او داسې مهم مورد دی چې له اهمیت څخه یې هېڅوک سترګې نشي پټولی. په منطقوي اقتصاد کې د یو واحد هېواد پر ځای په یوه سیمه کې شامل، د بېلابیلو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکو ځانګړنو ته کتنه کیږي او د یادو مواردو له مخې یوه سیمه د بلې سیمې سره خپلې اقتصادي اړیکې تنظیموي. محترم ملا صاحب زیاته کړه:« دا الزامي ده چې موږ او تاسو خپل سیمه‌ییز سیاستونه داسې تنظیم کړو چې له مخې یې زموږ د سیمې د هېوادونو امنیتي، اقتصادي او بشري اندېښنو او اړتیاوو ته ځواب وویل شي او افغانستان تر هر بل وخت، د ترانزیټ، سوداګرۍ، پانګونې، منطقوي وصل او سیمه‌ییزو همکاریو له پاره په یو مأمون او مناسب هېواد بدل شوی دی.» د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، افغانستان د طبیعي زیرمو، کرنیزو محصولاتو او غالیو د صنعت له اړخه د پانګونې او تجارت باالقوه ظرفیتونه لري او محصولات یې د دنیا په بازارونو کې خاص ځای لري. محترم ملا صاحب وویل، دوی د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په صفت د جنوبي اسیا پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې افغانستان مرکزي اسیا ته د دوی د تجارتي اموالو له پاره د ترانزیټ او انتقال اړوند هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او کولای شي په پوره او ډاډمن امنیت کې خپل اموال د مرکزي اسیا بازارونو ته واستوي. نوموړي د نړۍ له ټولو پانګوالو څخه وغوښتل چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان له خلکو سره په ګډه خپل مشروع اقتصادي او تجارتي اهداف تر لاسه کړي. د یادونې وړ ده په یاد نندارتون کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی او څلور ورځې به دوام وکړي. په دې نندارتون کې له افغانستان څخه ۹ سوداګریز شرکتونه برخه لري چې افغاني محصولات لکه زعفران، غالۍ، قيمتې ډبرې او ټغر یې په ۱۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS