ملا عبدالغني برادر اخوند؛ په سرپل ولایت کې د قشقرې په نامه د تېلو د یو بلاک پرانیسته وکړي
نېټه: د 2022 کال د اپریل 7مه
د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سرپل ولایت ته سفر کړی او هلته به د قشقرې په نامه د تېلو د یو بلاک پرانیسته وکړي. دغه بلاک د نفتو ۱۰ څاګان لري، چې له ډلې به یې ۹ څاګان فعال او له پرانیستنې سره سم به ورڅخه د نفتو ايستل پيل سي. د نفتو له دغه استخراج څخه به په ورځني ډول له 9 تر 14مېليونه افغانۍ عوايد تر لاسه سي.