ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۳۷
lecturer

نېټه: د 2022 کال د جنوري 18مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل. ملا برادر اخوند وویل، لوړې زده‌کړې د یو هیواد د پرمختګ لپاره اړینې دي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه او ښځینه‌وو لپاره د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د ټولنې رئیس پوهاند دوکتور نجیب‌الله امرخېل وویل، افغانستان د سیمې په کچه د لوړو زده‌کړو اوږد تاریخ لري، چې له بده‌مرغه د بېلابېلو حکومتونو د نه پاملرنې له امله یې د پام وړ وده نه ده کړې. امرخېل زیاته کړه، د معاشونو کموالی، د دایمي هستوګنځي نشتون او د استادانو معنوي اړخ په پام کې نه نیول هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

 محترم ملاصاحب استادانو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو بهیر په نورمال ډول پيل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS