ملا عبدالغني برادر اخوند په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۹:۱۵
5U2A3087

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور او د سرپل ولایتي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دي نن موږ په سرپل ولایت کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې شاهدان یو، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي.  د محترم ملا صاحب په خبره، د دغه مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکت وغوښتل څو د یادې پروژې کارونه د قرارداد مطابق په ښه ډول ترسره او د سرپل ولایت د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو دې په دغه ولایت کې عام‌المنفعه پروژې بشپړې کړي.  د یادولو وړ ده چې د آمو نفتي حوزې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ مترمکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي. د آمو نفتي حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیم ډول پر کار مصروف دي، چې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS