په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث له پاره وړاندې او له هر اړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوې.
همدا راز دې غونډې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. دغه طرحه اړونده ادارو ته راجع شوه؛ ترڅو یې مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بین الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.
