محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په سردار محمد داوود خان روغتون کې يوشمېر برخې ګټې اخيستنې ته وسپارلې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۲
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په سردار محمد داوود خان روغتون کې يوشمېر برخې ګټې اخيستنې ته وسپارلې

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمريز کال د کب مياشتې په دوهمه نېټه د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستريز روغتون کې يو شمېر روغتيايي برخې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محترم قاري فصیح‌الدین فطرت هم حضورد درلود.

په يادو برخو کې نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او همدا راز د سردار محمد داوود خان روغتون ته د ان کي سي کمپ سپارل شامل دي چې په نويو او عصري طبي تجهيزاتو سمبال دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS