د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د لایف پَرَل د درمل جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۵:۵۲
5U2A3065.00_00_26_11.Still002

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د کابل په نهمه ناحیه کې د لایف پَرَل د درمل جوړولو فابریکه پرانیسته او پر فعالیت یې پيل وکړ. په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي،  د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف، یو شمېر امارتي مسوولینو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته هغه یې بیا ژوند ګواښي له کمیت مخکې یې باید کیفیت ته پوره پاملرنه وشي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د درملو د تولید دا فابریکه به نه یوازې د هېوادوالو د صحي وضعیت لپاره ګټوره تمامه شي، بلکې د هېواد له اقتصادي ودې سره به هم لازمه مرسته وکړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې د دې فابریکې د فعالیت په پيل سره به هېوادوال د اړتیا وړ درملو ته اسانه لاسرسی پيدا او د درملو په برخه کې به شته اړتیا تر یوه حده له داخلي تولید څخه تأمین شي. د محترم ملا صاحب په خبره، په دې سره به د درملو واردات کم، په هېواد کې د درملو د تولید کچه لوړه او د درملو امنیت خوندي شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دې له نړیوالو معیارونو سره سم باکیفیته درمل تولید کړي. په پای کې یوځل بیا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او دوی باید له دغه فرصت څخه په استفادې د هېواد په بیارغونه او ابادۍ کې برخه واخلي.  د یادونې وړ ده چې د لایف پَرَل د درملو په تولیدي فابریکه کې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د بېلابېلو درملو د تولید تر څنګ یې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS