په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۴۴
pic

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. دغه کمپلکسونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړېږي.

 همدا راز په دغه غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو. دغه کړنلاره تر هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دغه کړنلارې پر اساس به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره به اساسي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS