د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۳۱
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو

د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ تطبیق په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې  نوبتي تعقیبي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د موجودو ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې د شوو پرېکړو پر تطبیق، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د ګمرکونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په همدې موخه به د دغه کمېټې تعقیبي غونډې دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې توافقنامه د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، کرنې، کانونو او یوشمېر نورو برخو کې ۹۲ مادې لري، چې د ډېری برخو په عملي تطبیق سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS