د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۴۹
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د عقرب میاشتې په دوهمه نیټه، د سعودي عربستان «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره په داسې حال کې وکتل چې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.  ‏په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګازو د اکتشاف، استخراج او د ګازو د نل لیکو غځولو په اړه خبرې  وکړې.

د یاد شرکت اجرائیوي رئیس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې له پاره لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له افغان انجنیرانو سره به خپلې تجربې شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS