د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل – بګرام سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه وباله او ویې ویل، چې دا سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي. هغه زیاته کړه، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، له بده‌مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو ویشل شوی و، چې د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و. د هغه په خبره، اسلامي امارت د دې ستونزو د حل لپاره جدي هڅه کوي څو دا ټول بې مفهمومه تقسیمات له منځه یوسي او افغانان په داسې اسلامي او واحد ملي دریځ کې راټول کړي، چې د افغانستان سترې ګټې پکې خوندي وي. هغه وویل، په دې برخه کې یو بنسټیز کار تر شپږم صنف پورې د مدرسې او مکتب د نصاب توحید دی چې اسلامي امارت وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د نورو له ړاند تقلید څخه لاسي واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانشي او واقعیتونه غلط تفسیر نه کړي. د هغه په خبره، افغانستان د افغانانو کور دی او هرڅوک دلته په ارامه ژوند کولی شي، خپل هېواد ته راتللی او دلته پانګونه کولی شي. هغه وویل: «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مسئله جدي ونیسي.»

 محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سیمه‌ییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی. د هغه په خبره، له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي. ټول هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، خامو موادو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې هغه وخت په سمه توګه پوره کېدلی شي، چې د نړۍ هېوادونه د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل جرأت وکړي، چې دا کار د ټولو په ګټه دی.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یوځل بیا له هېوادونو وغوښتل، چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په تهدیدونو بدل شي.

د کابل – بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS