محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په پرانیست‌غونډه کې له ګډون وروسته د دغه فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره وکتل. د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د روسیې او اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې یې د اسلامي امارت پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړه او په دې توګه یې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا فرصت برابر کړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د همدې سیاست پر اساس غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې اړیکې پراخې کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان حالت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له تاتارستاني پانګوالو یې وغوښتل، څو په افغانستان کې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، ریل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره غوره فرصت یاد کړ او ویې ویل، هڅه دې وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نندارتونونه او نور اقتصادي موارد مطرح او جوړ شي، ترڅو په دې برخه کې له موجود ظرفیت څخه پوره استفاده وشي.

ورپسې د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانوف په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم وباله او ویې ویل، له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي. مینیخانوف زیاته کړه، اوسمهال له افغانستان سر په یوشمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.په یاد مجلس کې د کاماز موټرو شرکت عمومي رئیس وویل، تاتارستان چمتو دی چې افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره له ولسمشر مینیخانوف څخه ځانګړې سب سایډي هم واخلي. هغه زیاته کړه، غواړي په همدې موخه افغانستان ته د بازار ارزونې په موخه سفر ترسره او وروسته په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

په دغه لیدنه کې د تاتارستان جمهوریت د کرنې او خوراکي توکو وزیر هم حضور درلود. هغه وویل، چمتو دي چې افغانستان ته له دې وروسته د حلالو خوراکي توکو صادرات زیات کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانیوف ته بلنه ورکړه، څو افغانستان ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفر وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا همکارۍ لپاره ښه پيلامه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS