محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۸:۱۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه په ساختماني او سیمه‌ییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره وکتل. د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت له روسیې فدراسیون غواړي څو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخل کړي څو پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسو. اسلامي امارت تاسې ته ډاډ درکوي چې افغانستان به د سیمې د یو مسوول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له سترې محکمې مننه وکړه چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د اسلامي امارت نوم لرې کړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست غوره کړی او هدف دا دی، چې دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، تجارت او ترانزیټ په مرکز بدل شي. دا نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره او په مختلفو برخو کې بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي. پر همدې اساس د روسیې فدراسیون ته د ښار او په ارزانه بیه د کورونو جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې د پانګونې بلنه ورکوو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د شمال - جنوب دهلېز په مسیر کې پروت دی او لېواله دی، چې د دې دهلیز په تقویت او سیمه‌ییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري. په دې برخه کې د روسیې په څېر د یوه ستر او تاثیر ګذاره هېواد شراکت مهم دی څو نور هېوادونه د تجارت او ترانزیټ په لاره کې خنډ جوړول د ابزار په توګه ونه کاروي.

محترم ملا صاحب د دې لیدنې پر مهال افغان – ټرانس د سیمې له مهمو پروژو یاده کړه او ویې ویل، دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل په برخه کې مهم رول لري او اسلامي امارت د روسیې فدراسیون څخه غواړي چې د پلان مطابق یې د چارو په بشپړولو کې همکاري وکړي.

ورپسې په ساختماني او سیمه‌ییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات خبرې وکړې. هغه وویل، له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړی او هیله لري چې دا لیدنه به په نورو برخو کې مهمو پرمختګونو ته لار هواره کړي. نوموړي زیاته کړه، چمتو دي چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.

حوسنولین مارات وویل، په افغانستان کې د ترانسپورټ په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه کوي او پوهېږي چې په دې برخه کې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته. هغه زیاته کړه، د روسیې فدراسیون چمتو دی چې د شمال - جنوب دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي. نوموړي په دې اړه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال وغوښتل چې د افغانستان له لوري رسمي استازی ورمعرفي کړي. هغه د افغان ـ ټرانس پروژې پر بشپړېدو هم ټینګار وکړ.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو او بانکي همکاریو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، د یادو موضوعاتو مفصل راپور له لومړي وزیر او ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره شریکوي. څو یې د تعقیب او تطبیق په موخه تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي.

دواړو لوریو له خپله اړخه د ذکر شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه رسمي استازي معرفي او هیله یې څرګنده کړه چې د ګډې همغږۍ په صورت کې به په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه ولري.

حوسنولین وویل چې دا مجلس ډېر زیات مهم دی، هیله ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د عملي چارو پیل او ښې همغږۍ ته به لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS