د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۱۷
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ

د سرطان ۱۰مه

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد په رسمي بلنه ياد هيواد ته روان شو.

ټاکل شوې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سفر پر مهال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ د اذربایجان هېواد له یوشمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم ناستې ولري.

د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

BACK TO NEWS