محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۸
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۴مه نېټه د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې ولیدل او له اذربایجاني مسوولینو یې وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د دغه لیدنې پرمهال چې د باکو نړیوال بحري بندر او د اوسپنې پټلۍ مسوولینو حضور درلود، دوی وویل، د دغه بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لري، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دي. دوی همداراز د اوسپنې پټلۍ په واسطه د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو انتقالاتو ته چمتووالی وښود.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې وټاکلې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزيټ د رامنځته کېدو په موخه موجود امکانات او ترانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري، چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS