د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۴۰
د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه.

د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هراړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه. د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هېواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.

د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو د بشپړولو قرارداد په حجم کې د تعدیل راوستلو په اړه هم بحث وشو. له مفصل بحث وروسته په یاد قرارداد کې لازم تعدیل راوستل شو. همدا راز دې غونډې ته د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هېواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو هم خپل راپورونه وړاندې کړل.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS