په هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۱۷
لابراتوار معیاری به سطح زون در هرات به بهره‌برداری سپرده شد

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د سویل-لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د ګټې اخیستنې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د کابیني ځینو محترمو غړو هم حضور درلود.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لومړني ګامونه اوچت کړي او اړتیا ده، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې او د محصولاتو د تورید په برخه کې ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي. محترم ملا صاحب په دې برخه کې د معیاري لابراتوارونو فعالیت مهم یاد کړ، چې له مخې یې د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او اعتبار تضمینیږي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدې لابراتوار پر بنسټ ارزول کېږي. په دې سره به د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري توکو د وارداتو مخنیوی وشي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت کوي. په دې سره به افغاني محصولات د کیفیت له اړخه له نورو هېوادونو سره سیالي ترسره او په نړیوالو بازارونو کې به د اعتبار وړ ځای خپل کړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو په کلکه وغوښتل چې هېواد ته بې کیفیته توکي وارد نه کړي: «د پخوا غوندې په ټینګار درڅخه غواړم چې د شخصي ګټې لپاره هېواد ته بې کیفیته، غیر معیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي مه راوړئ. که چا داسې توکي راوړل پرته له شکه مستردیږي او په هېڅ صورت د دې ډول محصولاتو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي.» محترم ملا صاحب په کورنیو تولیدونکو شرکتونو او فابریکو هم غږ وکړ چې د محصولاتو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS