محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ګلبهار سیمنټو د نوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښوده

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۱۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ګلبهار سیمنټو د نوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه په هرات ولایت کې د ګلبهار سیمنټو د نوې تولیدي فابریکې د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال تولیدي فابریکې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو، د صادراتو زیاتوالي، ملي عوایدو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمنټو د تولید په برخه کې د دې فابریکې جوړېدل د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام یاد کړ او ویې ویل، په دې سره به په وارداتي سیمنټو تکیه راکمه، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او ساختماني چارې به ورسره پراختیا ومومي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له امله غني هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي، څو د هېواد اقتصادي زېربناوې ورغوي. محترم ملا صاحب وویل: «د معاصرو اقتصادي اړیکو له نظره، موږ د خپل هېواد سیاسي او اقتصادي جغرافیې ته د اقتصادي او سوداګریزې دروازې په سترګه ګورو؛ جغرافیوي سرحدونه مو د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په مرکزونو بدل کړي دي؛ د سرحدي خطرونو کچه مو صفر ته راټیټه کړې ده، هېڅ وخت مو هڅه نه ده کړې چې سوداګري له سیاسي مسایلو سره وتړو؛ تل هڅه کوو چې د مناسبې اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته دوام ورکړو.»
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د پانګوالو د ملاتړ په موخه مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نور اړین تسهیلات رامنځته شوي او اسلامي امارت لا ډېره هڅه کوي، چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او شته ستونزو ته مناسبې حل لارې پيدا کړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «افغانان واحد ملت دی؛ درد، غم او خوشحالۍ یې سره شریکې دي؛ دلته هېڅوک له یو او بل بېل نه دي. ولس مو هوښیار دی او له ترخو تجربو یې زده کړه کړې ده. له یوې خوا د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولې جغرافیې اوسنی ارام وضعیت ساتلی شي او له بل لوري زموږ ولس هم نور شر اچوونکو کړیو ته په خپله خاوره کې اجازه نه ورکوي.»
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو مسوولینو او د فابریکې له تخنیکي ټیم وغوښتل چې د فابریکې د جوړېدو چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS