د کُشک-تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۶مه نېټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت او سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل کمپنۍ ترمنځ د کُشک – تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو. په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر محترم الحاج ملا هدایتالله بدري، د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل کمپنۍ اجرایوي رییس شاهر التقي او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.
د قرارداد له مخې به یاده کمپنۍ په لومړي پړاو کې د کُشک - تیرپُل نفتي حوزې د کُشک د ګازو د اوو بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي. د کُشک - تیرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ پرته ده، چې شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.
