د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دا طرحه په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي. دغه راز، غونډې ته د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو دا طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم مطابق ترتیب او بیا یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS