د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۸:۹
5U2A0313

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب د یاد نندارتون ګډونوالو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې نندارتونونه د یو هېواد صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات خلکو ته ورپېژني او حکومتونه هم په کور دننه او بهر د بازارموندنې په خاطر نندارتونونه جوړوي. اسلامي امارت هم د افغانستان د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د معرفي کېدو لپاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ پيل کړې ده. محترم ملا صاحب د نندارتونونو ارزښت ته په کتو وویل چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا تر ټولو لوی نندارتون دی چې تر ۶۰۰ زیاتو غرفو کې بېلا بېل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په دغه نندارتون کې د شانګهای سازمان هم د ګډون غوښتنه کړې ده، چې اسلامي امارت د یاد سازمان دغه اقدام ستایي او هرکلی یې کوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره د امنیت په ټینګېدو په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او له دې برکته افغانستان تازه د بیارغېدو مرحلې ته داخل شوی.د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د ترانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لاره ده او په دغه برخه کې یې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربېره د لویو لارو بیارغونه هم پيل کړې، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارو پرانیسته ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې دننه د سوداګرۍ پراخېدو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په هکله وویل چې په تېر نږدې وخت کې یې په همدې موخه په ارزګان او زابل ولایتونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیستې دي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته یې هدایت وکړ چې په بغلان ولایت کې هم ژر تر ژره د سوداګرۍ خونه پرانیزي او لازم تشکیل ورته برابر کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو افغان او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اسلامي امارت له خپل لوري بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې له ټولو هغو امتیازاتو به برخمن وي کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي. د امام ابو حنیفه (رح) دوهم ملي او نړیوال نندارتون د اسلامي امارت په ملاتړ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې په سلګونو غرفو کې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې پر کورنیو صنعتکارانو سربېره د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعتکارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د روان لمریز کال د سرطان میاشتې له ۲۵مې نېټې شروع او د همدې میاشتې تر ۳۱مې پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۳۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکد ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په لومړۍ نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه وزارت د سیندیزو حوزو رئیسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګله‌دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هند او بنګله‌دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه. . .

BACK TO NEWS