محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې له ایراني مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۳۶
WhatsApp Image 2023-11-11 at 08.57.29_16842232

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجت‌الله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا صاحب له ایراني لوري وغوښتل څو په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اوږد مهال لپاره په مناسبه بیه ځمکه ځانګړې کړي، د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او افغانستان ته له چابهار بندر څخه د استفادې لپاره سهولتونه برابر کړي، څو په دې سره د افغانستان د ترانزیټ په کچه کې زیاتوالی راشي.   ایراني لوري د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي. د ایراني مسوولینو په خبره، ایران په دغه برخه کې بشپړ چمتووالی لري.  د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو په اړه توافق وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS