محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان بورې جوړولو او پلخمري نساجي فابریکو څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۳۷
5U2A5937

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي فابریکو څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یادو فابریکو دماشینونو ترمیم او دفعاليت پيل دصنعت په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه یاده کړه او مسوولینو ته یې د کارونو د لا ښه‌والي او تولید کچې زیاتوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي فابریکې د اسلامي امارت په راتګ سره بیاځلې ترمیم او په عصري تجهیزاتو سمبال شوې دي. د پلخمري نساجي فابریکې دترمیم چارې په یو کال کې بشپړې شوې او له دوه میاشتو راپدېخوا د ټوکر، ململ، ریسمان او د نظامي ځواکونو د جامو د ځانګړي ټوکر په برخو کې عملاً تولید لري،چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته پکې دکار زمینه هم برابره شوې. د بغلان بورې جوړولو فابریکې د ترمیم چارې هم پای ته رسېدلې دي، چې اوسمهال پکې ۱۰۰کسان پر کار مصروف دي او په نږدې راتلونکي کې به خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي.د یادونې وړ ده چې د بغلان د بورې جوړولو فابریکه د افغانستان د بورې ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي او تمه ده چې د تولید کچه به یې په نږدې راتلونکي کې نوره هم زیاته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS